په پیښور کې په جومات کې د ځانمرګي برید له امله د مړو شمیره ۸۸ تنو ته لوړه شوه

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز د پیښور ښار په زړه کې  د پولیس لاین په سیمه کې  په جومات کې د پروني ځانمرګي برید له امله د مړو شمیره ۸۸ تنو ته لوړه شوه.

1939865

د پیښور نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پدې چاودنه کې د جومات یوه برخه نړېدلې وه چې ځیني خلک د نړېدلې دې برخې لاندې شوي وو. په سیمه کې د ژغورنې او پلټنې عملیات اوس هم دوام لري.

د پیښور ښار روغتیايی مسئولینو ویلي دي چې د مړو شمیره ۸۸ تنو ته رسیدلې او کیدای شي چې نور هم لوړه شي.

د ټپیانو نه هم د ځینو روغتیايي حالت باریکه دی.

د ویلو ده چې پرون د ماسپخین د لمانځه پر مهال د پیښور د پولیس لاین په سیمه کې په یو جومات ځانمرګی برید وشو چې له امله يي ۸۸ تنه مړه او نږدې ۱۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دې برید مسئولیت پاکستاني طالبانو ( تحریک طالبان پاکستان ) په غاړه اخیستی دی.

پيوندونه: #برید , #جومات , #پیښور

اړوند خبرونه