په پیښور ښار کې په یو جومات د ځانمرګي برید په نتیجه کې قتل عام رامنځته شو.

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پیښور ښار کې په یو جومات د ځانمرګي برید په نتیجه کې قتل عام رامنځته شو.

1939590
په  پیښور ښار کې په یو جومات د ځانمرګي برید په نتیجه کې قتل عام رامنځته شو.

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پیښور ښار کې په یو جومات د ځانمرګي برید په نتیجه کې قتل عام رامنځته شو.

د ویلو ده چې په پیښور ښار کې د پولیسو لیکو ته نږدې په یو جومات کې د لمانځه پر مهال ځانمرګی برید شوی دی چې په نتیجه کې ۴۷ تنه مړه او نږدې ۱۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي د ټپیانو نه هم د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی. د پیښور د لیډي ریډنګ روغتون ویاند محمد عاصم خبري رسنیو ته ویلي دي چې ددې پيښې ۱۹ مړي او تر ۹۰ ډیر ټپیان ددوې روغتون ته راوړل شوي دي.

همداشان د پیښور د پولیسو  محمد اعجاز خان خبري رسنیو ته د ځاني تلفاتو پخلی کړی دی.

 د پیښور ښار په ټولو روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان شوی دی .

 چاودنه د ماسپخین په یوې بجې او ۴۰ دقیقو باندې رامنځته شوې ده . ویل کیږي د چاودنې په نتیجه کې د جومات یو برخه نړيدلې ده. پولیسو ویلي دي داسې ګمان کیږي چې د نړيدلې برخې لاندې هم ځیني کسان شتون ولري. چاودنه پداسې حال کې رامنځته شوه چې په سلګونو تنو په جومات کې لمونځ کولو.

د پیښور د پولیسو مشر ویلي دي چې د چاودنې  پر مهال د جومات په منځ کې د ۳۰۰ نه تر ۴۰۰ تنو پورې کسانو شتون درلود.

د دې پیښې د قربانیانو یوه برخه پولیس تشکیلوي.



اړوند خبرونه