د پاکستان د بلوچستان ایالت د خضدار ولسوالۍ د عمر فاروق په چوک کې د پولیسو په مرکز کې چاودنه شوې ده .

په بلوچستان ایالت کې د پولیسو په مرکز بمي برید شوی

1921033
د پاکستان د بلوچستان ایالت د خضدار ولسوالۍ د عمر فاروق په چوک کې د پولیسو په مرکز کې چاودنه شوې ده .

د پاکستان د بلوچستان ایالت د خضدار ولسوالۍ د عمر فاروق په چوک کې د پولیسو په مرکز کې چاودنه شوې ده .

د خضدار ولسوالۍ د پولیسو مشر محمد جان ساسولي خبري رسنیو ته ویلي دي چې د عمر فاروق په چوکاټ کې په یو موټر سایکل کې ځای په ځای شوی بم د پولیسو د مرکز ترڅنګ وچول شو چې له امله يي ۱۳ تنه ټپیان شوي دي.

د ساسولي په وینا د پیښې ټپیان سمدلاسه نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې قرار لري.

د سیمې د پولیسو په وینا د ټپیانو نه د دوو تنو روغتیايي حالت ښه ندی.

د ویلو ده چې تیره ورځ هم د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د شمالي وزیرستان  د میرانشاه په سیمه کې ځانمرګی برید وشو چې په نتیجه کې دوه تنو ملکي وګړو او یو تن پوځي ژوند د لاسه ورکړی وو. همداشان د دسمبر په ۱۶ مه نيټه هم په میرانشاه ښار کې ځانمرګی برید شوی وو چې په نتیجه کې یو تن پوځي او یو تن هم ملکي وګړي ژوند د لاسه ورکړی وو.

د یادولو وړ ده چې پاکستاني طالبانو د حکومت سره د اوربند د نیټې د پوره کیدو نه وروسته یو ځل بیا بریدونو ته زور ورته کړی دی.

طالبانو د پاکستان د بنو په سیمه کې د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې یو مرکز باندې برید کړی وو چې دا مرکز يي نیولی دی. پاکستان طالبانو پدې مرکز کې ګنشمیر امنیتي ځواکونه برمته کړي دي.



اړوند خبرونه