د پاکستان د پوځ نوي مشر جنرال عاصم منیر د هندوستان پر خلاف سخت غبرګون وښود

د پاکستان د ځمکنیو ځواکونو قوماندان جنرال عاصم منیر، چې تیره میاشت په ددې هیواد  د پوځ مشر په توګه وټاکل شو، د هندي چارواکو د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي  دي "مونږ به آزاد جمو کشمیر بېرته ونیسو" ډیر سخت غبرګون وښود.

1914631
د پاکستان د پوځ نوي مشر جنرال عاصم منیر د هندوستان پر خلاف سخت غبرګون وښود

د پاکستان د ځمکنیو ځواکونو قوماندان جنرال عاصم منیر، چې تیره میاشت په ددې هیواد  د پوځ مشر په توګه وټاکل شو، د هندي چارواکو د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي  دي "مونږ به آزاد جمو کشمیر بېرته ونیسو" ډیر سخت غبرګون وښود. هغه وویل چې "مونږ به د خپل ټول ځواک او توان سره د هر ډول  عکس العمل سره مقاومت وکړو."

د ملي رسنیو د راپورونو له مخې جنرال منیر دا څرګندونې د کشمیر کنټرول لاین ته د خپل سفر پر مهال وکړې چې هند او پاکستان سره جلا کوي.

هغه دې ته په اشارې سره وویل چې  د هند لخوا  دا څرګندونې "غیر مسؤلانه" دي.

"مونږ به د خپل ټول ځواک او توان سره د هر ډول تیري سره مقاومت وکړو."

منیر په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې د جمو او کشمیر خلکو سره کړې ژمنې د ملګرو ملتونو تړونو سره سم عملي او عدالت تامین کړي.

د هند په شمال کې د پوځ قوماندان ډګرجنرال اپیندرا دویدي د نومبر په ۲۲ مه په یوه بیان کې ویلي وو، "مونږ چمتو یو چې آزاد جمو کشمیر بیرته ونیسو که چیرې امر راته وشي."

همداشان د هند د دفاع وزیر راج نات سینګ د اکتوبر په ۲۸ مه په ورته بیان کې ویلي وو چې دوی د آزاد جمو او کشمیر د بیرته نیولو هوډ لري.

آزاد جمو کشمیر د پاکستان په پولو کې موقعیت لري.

عاصم منیر د نوامبر په ۲۴ مه د پاکستان د لومړي وزیر  شهباز شریف لخوا د ځمکنيو ځواکونو او د پوځ د نوي مشر په توګه وټاکه.

انګلستان په ۱۹۴۷ کال کې د هند څخه د وتو  نه وروسته  کشمیر، چې په هغه وخت کې یو سلطنت و په منځ  کې پاتې شو. د کشمیر خلکو ته د پاکستان او یا هندوستان سره د یو ځای کیدو د انتخاب حق ورکړ شو. سره ددې چې د کشمیر خلکو چې ۹۰ سلنه يي مسلمانان دي د پاکستان سره د یو ځای کیدو غوښتنه کوله د کشمیر د وخت شهزاده د هند سره د یو ځای کیدو پریکړه وکړه.

د کشمیر مسلمانانو له دې پرېکړې سره مخالفت وکړ. دواړو خواوو د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۷ کال کې هغه مهال جګړه وکړه، چې پاکستان او هند سیمې ته ځواکونه واستول. په همدې دلیل د دواړو هېوادونو ترمنځ په ۱۹۶۵ او ۱۹۹۹ کلونو کې جګړې وشوې.

له جګړو وروسته د موقتي اوربند په پایله کې د کشمیر ۴۵ سلنه خاوره د هند او ۳۵ سلنه د پاکستان په ولکه کې پاتې شوه. د سیمې په ختیځ کې ۲۰ سلنه برخه ګاونډي چین ته ورکړل شوه. د ملګرو ملتونو امنیت شورا  له ۱۹۴۸ راهیسې د کړو پریکړو کې  د کشمیر د بې وسلې کولو او د خلکو د رایې له لارې د هغې د راتلونکي ټاکلو وړاندوینه کوي.



اړوند خبرونه