د پاکستان د پخواني لومړي وزیر کلک ملاتړ مشهور ژورنالست ارشد شریف ووژل شو
پاکستاني ژورنالیست او تلویزیوني خپرونې ویاند ارشد شریف د کینیا په پلازمېنه نیروبي کې د نامعلومو کسانو په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.
پاکستاني ژورنالیست او تلویزیوني خپرونې ویاند ارشد شریف د کینیا په پلازمېنه نیروبي کې د نامعلومو کسانو په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.
د سیمه ایزو رسنیو د خبرله مخې، د ارشد شریف مېرمن جویریه صدیق په ټویټر کې ویلي چې د هغه د ژوند تر ټولو ښه ملګري او شریک په یوه وسله وال برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د خبریال له مړینې وروسته ګڼو خلکو په ځانګړې توګه ولسمشر عارف علوي او لومړي وزیر شهباز شریف د خواخوږۍ پیغامونه خپاره کړل.
ځینو خبریالانو د ارشد شریف د مړینې پړه پر حکومت او پوځ اچوله.
د پخواني لومړي وزیر عمران خان سخت ملاتړی ارشد شریف د شهباز شریف پر حکومت او پوځ د سختو نیوکو له امله مشهور و.
ارشد شریف چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د انصاف غورځنګ (پي ټي آی) ګوند له یو مشر شهباز ګیل سره په تلویزون کې کې د یوې ځانګړې مرکې نه وروسته د اګست په میاشت کې پر خلاف تحقیقات پيل شوي وو انګلستان پلازمینې لندن ته لاړ.
دا لا څرګنده نه ده چې هغه له انګلستان نه ولې کینیا ته تللی دی.