په پاکستان کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله ۱۹ تنه مړه او ګنشمیر نور لا درکه شوي دي

د پاکستان په صادق آباد سیمه  کې په سیند کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله ۱۹ ښځو ژوند د لاسه ورکړی دی.

1856372
په پاکستان کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله ۱۹ تنه مړه او ګنشمیر نور لا درکه شوي دي

د پاکستان په صادق آباد سیمه  کې د سنده  په  سیند کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله ۱۹ ښځو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د پاکستان د پنجاب ایالت په صادق آباد ښار کې په سیند کې یوه کښتۍ ډوبه شوې چې شاوخوا ۱۰۰ تنه  پکې سپاره وو.

پولیس  چې د پېښې ځای ته ورغلي، ویلي دي چې پدې پيښه کې  ۱۹ ښځې ډوبې شوي او ۳۵ کسان ژغورل شوي دي.

ویل شوي چې ډوبه شوې کښتۍ ښځې او ماشومانو په ګډون نږدې سل تنه سپاره ول چې د واده نه راستنیدل. پدې پیښه کې ګڼشمیر کسان لا درکه شوي دي چې د پلټون چارې دوام لري.



اړوند خبرونه