په پاکستان کې د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ ایتلافي حکومت لوړه وکړه.

د پاکستان نوي‌ ائتلافي‌ حکومت د لوړې په کولو سره خپله دنده رسمآ پيل کړه

1814412
په پاکستان کې د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ ایتلافي حکومت لوړه وکړه.

په پاکستان کې د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ ایتلافي حکومت لوړه وکړه.

د پاکستان د  ملي رسنیو د خبر له مخې ولسمشر عارف علوي د ورپېښې ناروغۍ له امله د لوړې مراسم د  ولسمشر مرستیال او د مشرانو جرګې مشر محمد صادق سنجرانی ترسره کړل.

د لوړې مراسم د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پيل  شول.

په دغو مراسمو کې د سنجرانی له خوا د لوړ د متن په ویلو  سره د ایتلافي حکومت غړو تکرار کړ او وروسته خپلې دندې پیل کړې.

په مطبوعاتو کې ادعا شوې وه چې دا مراسم پرون پلان شوي وو، خو د ولسمشر علوي د لوړې د مراسمو له ترسره کولو څخه د انکار کولو له امله نن  ته وځنډول شول.

په  نوي‌ ائتلافي‌ حکومت کابینه کې ۳۱ وفاقي وزیران او ۳ مرستیالان شامل دي. خو ویل کیږي چې کابینه به په راتلونکو ورځو کې پراخه شي.

 

په کابینه کې د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان مسلم لیګ نواز (PML-N)  ګوند څخه ۱۳، د پاکستان پیپلز پارټۍ ګوند (PPP) څخه ۹، د اسلامي علماو ټولنې (JUI-F) څخه ۴، د متحده قومي غورځنګ (MQM) څخه  2، د جمهوري وطن ګوند (JWP)، بلوچستان عوامي ګوند (BAP) او پاکستان مسلم لیګ-قاعد اعظم ګروپ (PML-Q) څخه یو یو کس شامل دي. په کابینه کې له دریو مرستیالانو څخه دوه یې د مسلم لیګ ن او بل یې د پیپلز ګوند څخه ټاکل شوي دي.

 

بل خوا د لومړي‌ وزیر شهباز شریف په سلاکارانو کې د هغه د خپل ګوند  نه امیر مقام، د پیپلز ګوند  نه قمر زمان کائره او د پخواني‌ لومړي‌ وزیر عمران خان د ګوند نه جلا شوي‌ عون چودري شامل دي .

 

داسې اوازې وې چې د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري به په نوې کابینه کې د بهرنیو چارو وزیر په توګه وګمارل شي خو د هغه نوم په کابینه کې شتون نلري.

 

شهباز شريف چې د اپرېل په ١١مه نېټه په پارلمان کې په ټاکنو کې  د ١٧٤ رايو  په ترلاسه کولو سره ، د لومړي وزير په توګه وټاکل شو.

 

د عمران خان حکومت چې د اپرېل په لسمه د پاکستان په پارلمان کې د عدم اعتماد د رايې په پایله کې ۱۷۴ رایې ترلاسه کړې وې سقوط وکړ.



اړوند خبرونه