په پاکستان کې پر پوځيانو خونړي بریدونه شوي
په پاکستان کې پر پوځیانو د دوو جلا جلا بریدونو په نتیجه کې لږ تر لږه ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په پاکستان کې پر پوځیانو د دوو جلا جلا بریدونو په نتیجه کې لږ تر لږه ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د پاکستان نه زمونږ همکار ویلي دي چې لومړی برید پرون پنجشنبه په ناوخته ساعتونو کې د شمالي وزیرستان د دته خیل په سیمه کې د پوځیانو پر موټر وشو. برید کوونکو د پوځیانو پر موټر چې د حرکت په حال کې وو لومړی د راکټ انداز برید کړی او وروسته يي پرې د لاسي بمونو او سپکو وسلو برید کړی دی.
پدې برید کې لږ تر لږه ۷ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ.
همداشان د شمالي وزیرستان د عشام په سیمه کې هم د ترهګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځه نښته شوې چې په نتیجه کې یو تن امنیتي سرتیري ژوند د لاسه ورکړی دی.
د بله پلوه په شمالي وزیرستان کې سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي چې د دې بریدونو نه وروسته په سیمه کې د ترهګرو د نیولو په موخه پراخه د پلټنې عملیات پیل کړي دي.
د ویلو ده چې دې ورځې مخکې په دیرې اسماعیل خان کې پر پولیسو خونړی برید شوی وو چې په نتیجه کې ۵ تنه پولیس مړه او ۴ تنه نور ټپيان شوي وو.