په پیښور کې په یو جومات د جمعې لمانځه پر مهال ځانمرګی برید شوی

د پاکستان په خیبرپښتونخوا په مرکز پیښور ښار کې  په یو جومات د جمعې د لمانځه پر مهال  ځانمرګی برید شوی دی.

1789778
په پیښور کې په یو جومات د جمعې لمانځه پر مهال ځانمرګی برید شوی

د پاکستان په خیبرپښتونخوا په مرکز پیښور ښار د قیصه خوانۍ په سیمه کې  شیعه ګانو   په یو جومات د جمعې د لمانځه پر مهال  ځانمرګی برید شوی دی.

 

دا برید د پیښور ښار د قیصه خوانۍ   د رسالدار په کوڅه کې شوی دی .

 د پيښور د لیډي رینګ روغتون ویاند عاصم خان  خبري‌ رسنیو ته ویلي دي‌ چې  ددې برید په نتیجه کې د مړو شمیره ۵۶ تنو لوه شوې ده . هغه ویلي‌ دي چې د ټپیانو نه هم  د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی. د ویاند په وینا ددې پيښې د قربانیانو او ټپیانو دقیقه شمیره تر اوسه پورې معلومه نده.

 

د بله پلوه د سي‌ ان ان انټرنشنل تلویزیون د پاکستاني‌ مقاماتو له قوله  ویلي‌ دي‌ چې پدې پیښه کې ۱۹۶ تنه ټپیان شوي‌ دي.

 

د پيښور ښار پولیسو ویلي‌ دي‌ چې د قیصه خوانۍ بازار د رسالدار په کوڅه کې  د شیعه ګانو په یو جومات د جمعې د لمانځه پر مهال ډله ایز برید وشو. پولیسو په وینا دوو تنو برید کوونکو چې غوښتل جومات ته داخل شي‌  لومړی پر پولیسو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یو تن پولیس مړ او بل ټپي شو.

همداشان پر پولیسو د برید نه وروسته د جومات په منځ کې چاودنه وشوه.

 

 

د خیبرپښتونخوا ایالت د وزیر اعلی مرستیال خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي چې ترهګرو برید کوونکو چې جومات ته د ننوتو هڅه کوله ‌ لومړی د پولیسو سره نښته کړې او وروسته  یو تن ترهګر جومات ته ننوتی او چاودنه يي کړې ده .

 

د پيښې نه وروسته په لسګونو امبولانسونه، پولیسو او د ژغورنې ډلې سیمې ته رسیدلي‌ او ټپیان يي روغتونونو ته انتقال کړي‌ دي.

 

د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پدې جومات کې د ۵۰۰ نه تر ۶۰۰ تنو پورې لمونځ کوونکي‌ د جمعې د لمانځه لپاره راټول شوي‌ وو.

عیني‌ شاهدانو ویلي‌ دي‌ چې چاودنه دومره زوروره وه چې غږ يي په ډیرو لرو پرتو سیمو کې هم اوریدل شوی دی.

 

ویل کیږي‌ برید کوونکي‌ لومړی په لمونځ کوونکو ډزې کړي‌ او وروسته يي ځان پورې تړلي‌ چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده .



اړوند خبرونه