په کوټه کې د پولیسو د ګزمې پر موټر خونړۍ چاودنه شوې
د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې پر پولیسو خونړۍ چاودنه شوې
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټې ښار کې د پولیسو د ګزمې پر موټر چاودنه شوې ده.
د کوټې ښار د پولیسو یو تن چارواکي فدا حسین شاه خبري رسنیو ته ویلي دي چې پرون چارشنبه د ماسخوتن په ساعتونو کې د کوټې ښار د فاطمه جناح روډ په سیمه کې د پولیسو د ګزمې پر موټر چاودنه وشوه.
هغه ویلي دي چې په چاودنه کې درې تنه مړه او ۲۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا پدې چاودنه کې چې د نوعیت د معلومولو په خاطر يي تحقیقات دوام لري ګمان کیږي چې دوه یا دونیم کیلوګرامو چاودیدونکو توکو نه کار اخیستل شوی وي.
د هغه په وینا پدې چاودنه کې د پولیسو د یو تن جګپوړي افسر په ګډون درې تنه مړه او د ملکي وګړو په ګډون ۲۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
د بلوچستان ایالت لومړي وزیر دا برید په سختو ټکو غندلی او دا يي د وطن د دښمنانو کار بللی دی. هغه ویلي دي چې د وطن دښمنان په بې ګناه او معصومو انسانانو د برید سره غواړي چې د خلکو په منځ کې ډار رامنځته کړي .
هغه پولیسو ته ددې پيښې په تړاو د مفصل راپور جوړولو او برید کوونکو د نیولو او قانون منګولو ته د سپارولو امر وکړ.
د ویلو ده چې یوه اونۍ مخکې هم په کوټه ښار کې نامعلومو وسله والو د پولیسو په یو جګپوړي افسر برید کړی وو چې په نتیجه کې د پولیسو افسر په ګډون دوو تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی وو.