د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې پر امنیتي‌ ځواکونو چاودنه شوې ده.

د پاکستان پر امنیتي‌ ځواکونو پرله پسې بریدونه

1774608
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې پر امنیتي‌ ځواکونو چاودنه شوې ده.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې پر امنیتي‌ ځواکونو چاودنه شوې ده.

د کوټې امنیتي‌ مقاماتو ویلي‌ دي‌ چې نن دوشنبه د فبروري ۷ مه نيټه د سریاب روډ په سیمه کې د امنیتي‌ ځواکونو د موټر د تیریدو پر مهال په یو بایسکل کې ځای په ځای شوي‌ چاودیدونکي‌ توکي‌‌ وچول شول.

ویل کیږي‌ دا چاودنه د لرې سیمې نه د ریموټ کنټرول په مرسته شوې ده.

چاودنه دومره زوروره وه چې د شاوخوا کورونو او دوکانونو شیشې ماتې کړي‌ دي.

د چاودنې نه سمدلاسه وروسته پولیس او د روغتیايي‌ ډلې سیمې ته ورسیدې او ټپیان يي روغتون ته انتقال کړل.

تحقیقاتي‌ ډلو په سیمه کې پر تحقیقاتو پيل کړی دی. ویل کیږي‌ پدې چاودنه کې دوه تنه سرتیري ټپیان شوي‌ دي.

د روغتیايي حالت په اړه يي څه ندي‌ ویل شوي. د ویلو ده چې پدې وروستیو کې په پاکستان کې پر امنیتي‌ ځواکونو د بریدونو کچه لوړه شوې ده .



اړوند خبرونه