د پاکستان د پنجاب په ایالت کې په ټرافیکي پیښه کې ستره فاجعه رامنځته شوه.

په پاکستان کې د ټرافیکي پیښې د مړو شمیره ۹ تنو ته لوړه شوه

1756778
د پاکستان د پنجاب په ایالت کې په ټرافیکي پیښه کې ستره فاجعه رامنځته شوه.

د پاکستان د پنجاب په ایالت کې په ټرافیکي پیښه کې ستره فاجعه رامنځته شوه.

د پنجاب ایالت د بهاولپور په ښار کې د دوو بسونو د جنګیدو په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بهاولپور د ښار امنیتي مسئولینو ویلي دي چې د دوو مساپر وړونکو بسونو د جنګیدو له امله لږ تر لږه ۹ تنه مړه او تر ۵۰ تنو ډیر پکې ټپیان شوي وو.

د ویلو ده چې د پيښې د رامنځته کیدو نه وروسته سمدلاسه د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسیدې. د پيښې ټپیان يي په سیمه کې نږدې د کټوریه روغتون ته انتقال کړل.

په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري.

د ویلو ده چې پدې پيښه کې د یو بل چلوونکي ژوند د لاسه ورکړی او د بل بس چلوونکی سخت ټپي شوی دی. پولیسو نن د ټپي بس چلوونکي پر خلاف  د غفلت له امله اقامه د دعوا کړې ده . دا پیښه پرون رامنځته شوې وه. تیره ورځ پدې پیښه کې د ۶ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی وو خو نن دا شمیره ۹ تنو ته لوړه شوه.

پولیسو ویلي دي چې دا پیښه د ډير زیات سرعت په نتیجه کې رامنځته شوې ده . همداشان د ټپیانو نه هم د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی.



اړوند خبرونه