په کوټه کې د کالج ترڅنګ د چاودنې له امله د مړو شمیره ۴ تنو ته لوړه شوه
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې د ساينس کالج ترڅنګ په چاودنه کې د مړو شمیره ۴ تنو ته لوړه شوه.
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې د ساينس کالج ترڅنګ په چاودنه کې د مړو شمیره ۴ تنو ته لوړه شوه.
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د جناح روډ په سیمه کې د ساینس کالج ترڅنګ چاودنه وشوه.
پدې چاودنه کې لږ تر لږه ۴ تنه مړه او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
د کوټې د ښار ایم ایس سول روغتون مشر ډاکټر خبري رسنیو ته ویلي دي چې د ساينس کالج ترڅنګ د رامنځته شوې چاودنې مړي او ټپیان دې روغتون ته رانتقال شوي دي.
هغه ویلي دي چې ددې پیښې د مړو شمیره ۴ تنه لوړه شوه. ۱۳ تنه نور ټپیان دي چې تداوي دوام لري.
د بله پلوه پولیسو ویلي دي چې دا چاودنه د ریموټ کنټرول په واسطه شوې ده.
پولیسو ویلي دي چې چاودنې په سیمه کې تحقیقات دوام لري. اړوندې ادارې د شواهدو په راټولو بوختي دي .
د برید په تړاو تر اوسه پورې څوک نیول شوي ندي . د برید مسئولیت هم چا په غاړه ندی اخیستی.
پولیسو ویلي دي چې چاودنې د ځاني زیانونو سربیره مالي زیانونه هم اړولي دي. شاوخوا کورونو او دفترونو ته هم ډیر زیات زیان اړولی دی.
د بلوچستان لومړي وزیر عبدالقدیر بزنجو دا برید په کلکه توګه غندلی او ددې برید نه د یو ترهګري برید په توګه یادونه کړې ده .