په پاکستان کې ټرافیکي پیښې ستره فاجعه رامنځته کړه.
په پاکستان کې ټرافیکي پیښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله
1728653
د پاکستان د آزاد کشمیر د راولاکوټ په ولسوالۍ کې د یو مساپر وړونکي بس موټر د چپه کیدو له امله لږ تر لږه ۲۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ژغورنې ډلې ویلي دي چې دا مساپر وړونکی بس چې راولاکوټ د سیمې نه کوټلي د سیمې پر لورې روان وو په لاره کې د منجیاړي په سیمه کې لاندې درې ته ولوید.
سیمه ایزو رسنیو د ژغورنې د ډلې له قوله لیکلي دي چې پدې بس موټر کې ۳۰ تنو شتون درلود چې ۲۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پیښې نه سمدلاسه وروسته د ژغورنې او روغتیايی پرسونل سیمې ته ورسیدل.
پدې پيښه کې ۷ تنو ځای په ځای ژوند د لاسه ورکړی وو او ۱۶ تنو نورو بیا د روغتون په لاره کې او روغتون کې ژوند د لاسه ورکړ.
د ۷ تنو تداوي دوام لري.
د پيښې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی. د پيښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.