په کراچۍ کې په فاریکه کې چاودنه ګن کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
په کراچۍ کې په یوې فابریکه کې چاودنه شوې
1550198
د پاکستان د کراچۍ په ښار کې په یوې فابریکه کې د چاودنې له امله ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کراچۍ ښار پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا چاودنه د نوې کراچۍ په صنعتي پارک سیمه کې د یخ او سړې هوا د ډیپوګانو په فابریکه کې رامنځته شوې ده .
پولیسو ویلي دي چې پدې چاودنه کې ۶ تنه مړه او لږ تر لږه ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پیښې ټپیانو نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
د ټپیانو نه د بعضو روغتیايي حالت باریکه شوی دی.