په کراچۍ کې چاودنه شوې
د پاکستان د کراچۍ په ښار کې چاودنه شوې
1512871
د پاکستان د کراچۍ په ښار کې چاودنه شوې ده.
د ځايي رسنیو د خبر له مخې دا چاودنه د کراچۍ ښار د ګلشن اقبال په سیمه کې شوې ده .
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې چاودنه کې درې تنه مړه او ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.
د چاودنې نه وروسته پولیس او د روغتیايي ډلې سیمې ته رسیدلي دي.
ویل کیږي چاودنه دومره زوروره وه چې شاوخوا ودانیو هیندارې ماتې کړي دي.
چاودنه د یو څلور پوړیزې ودانۍ لاندې شوې ده چې په نتیجه کې نوموړې ودانۍ ته ستر زیان رسولی دی.
د ویلو ده چې تیره ورځ هم د کراچۍ د شیرین جناح کالونۍ کې چاودنه شوې وه چې به نتیجه کې ۵ تنه ټپیان شوي وو.
پرونۍ چاودنه په سیمه کې د بسونو تم ځای ترڅنګ د یو دوکان په مخکې شوې .