د پاکستان د پنجاب په ایالت کې پر امنیتي ځواکونو خونړی برید وشو.
په پنجاب کې پر امنیتي ځواکونو برید شوی
1303987
په پنجاب ایالت کې د امنیتي ځواکونو په یو موټر برید وشو چې په نتیجه کې ۲ تنو پولیسو، ۲ تنو د استخباراتو منسوبینو او یو تن هم امنیتي خبریال ژوند د لاسه ورکړ.
د پنجاب د پولیسو ویاند ویلي دي چې دا برید د راجنپور په سیمه کې شوی دی.
برید کوونکو د راجنپور په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر موټر د یو کمین په پایله کې برید کړی دی.
ویاند ویلي دي چې د برید په اړه تحقیقات پيل شوي دي. دا لا معلومه نده چې برید د چا لخوا شوی دی.
د برید مسئولیت هم تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.