اسلامي همکاریو تشکیلاتو سازمان په لویدیځ کې د اسلام فوبیا پر وړاندې د قوي مبارزې غوښتنه وکړه

د اسلامي همکاریو تشکیلاتو سازمان  په اروپايي مشرانو د اسلام فوبیا یا اسلام دښمني پر خلاف د مبارزې  په خاطر لاس په کار کیدو غږ وکړ.

1275525
اسلامي همکاریو تشکیلاتو سازمان په لویدیځ کې د اسلام فوبیا پر وړاندې د قوي مبارزې غوښتنه وکړه

 

د اسلامي همکاریو تشکیلاتو عمومي سکرتر یوسف العثیمین د ملګروملتونو سازمان په ۷۴ یمې کلنیزې اسمبلې ته په خپله وینا کې  د اسلام فوبیا یا اسلام دښمني  پر خلاف د مبارزې  په برخه کې د اروپايي مشرانو نه د کوټلي ګامونو د اوچتولو غوښتنه وکړه. هغه وویل  پدې اړه  باید داسې مبارزه وشي چې  هیڅاته پکې  هیڅډول زیان ونه رسیږي. د هر ډول شدت او تاوتریخوالي نه  پاکه مبارزه.

یوسف العثیمین  وویل  چې په لویديځه نړۍ کې  د کډوالو  او مسلمانانو سره  دښمنۍ کچه  ډیره لوړه شوې ده چې دې خبرې  پدې سیمه کې میشت ټولو مسلمانانو ته  جدي ستونزې پيدا کړي دي. په لویديځ کې  هره ورځ  یو زیات شمیر مسلمانان د ډول ډول تبعیض  ښکار کیږي  . هغوې سره  بد او ناوړه چلند کیږي.

همداشان یوسف العثیمین  په یوه بله غونډه کې  د خپلې وینا په ترڅ کې  په لویديځ کې د مسلمانانو سره  بد چلند  او د هغوې پر خلاف ناوړه  خبرې  د ټولو بشري حقونو  سره په ټکر کې یو عمل  دی چې باید  ددې مخه ونیول شي.



اړوند خبرونه