د پاکستان د پنجاب ایالت د صادق آباد په سیمه کې درنده چاودنه شوې.
په پنجاب کې چاودنه وشوه
1202368
د پاکستان د جیو نیوز د خبر له مخې چاودنه په صادق آباد سیمه کې په یو بانک کې شوې ده چې د چاودنې له امله د بانک ودانۍ په کامله توګه له منځه تللې ده .
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.
د چاودنې نه وروسته سمدلاسه پولیس او د ژغورنې ډلې سیمې ته راورسیدې. د ژغورنې ډلو ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال کړي دي.
پولیسو سیمه د کنټرول لاندې د نیولو نه وروسته د چاودنې په اړه په تحقیقاتو پیل وکړ.
پولیسو ویلي دي چې د ترسره شوو څیړونو په ترڅ کې تر اوسه پورې د چاودنې نوعیت ندی معلوم شوی خو ګمان کیږي چې د ګازو د سلنډر له امله رامنځته شوي وي.
پولیسو ویلي دي چې تحقیقات دوام لري.