د پاکستان د پنجاب ایالت په مرکز لاهور کې پر امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید شوی.
په لاهور کې د مشهور زیارت په مخکې پر پولیسو ځانمرګی برید شوی
د پاکستان نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن چارشنبه د مې اتمه په ځايي وخت د سهار په ۸ بجو او ۴۵ دقیقو د لاهور ښار داتا دربار په نامه د مشهور زیارت د دویمې دروازې په مخکې پر ولاړو پولیسو ځانمرګی برید وشو.
د لاهور ښار امنیتي سرچینو ویلي دي چې پدې برید کې د ۵ تنو پولیسو په ګډون ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی او لږ تر لږه ۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ځانمرګي برید نه سمدلاسه وروسته د ژغورنې او روغتیايي ډلې او پولیس سیمې ته راوسیدل او ټپیان يي روغتونونو ته انتقال کړل.
همداشان پولیسو په سیمه کې د هر ډول احتمالونو پر وړاندې تر محاصرې لاندې ونیوله او خلک يي د چاودنې د سیمې نه لرې کړل.
د ژغورنې او روغتیايي ډلو ویلي دي چې د ټپیانو نه د ۹ تنو روغتیايي حالت باریکه ښودل شوی دی.
د پنجاب د پولیسو مشر عارف نواز خان خبري غونډې ته وویل چې پدې چاودنه کې لږ تر لږه ۵ تنه پولیس او ۳ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
هغه ویلي دي داسې ګمان کیږي چې پدې برید کې د ۷ کیلوګرامه چاودیدونکو توکو نه کار اخیستل شوی وي. د برید هدف پولیس ول.
هغه وویل چې د ځانمرګي برید کوونکي د وجود ځینې ټوټې هم موندل شوي دي. مسئولې ډلې په سیمو کې تحقیقاتو ته دوام ورکوي.