په پنجاب کې د مساپروړونکي موټر د ګازو د سلنډر د چاودنې له امله ګن شمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی
د پاکستان د پنجاب په ایالت کې د یو مساپر وړونکي موټر د ګازو د سلنډر د چاودنې په پایله کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د پنجاب ایالت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پیښه د پنجاب ایالت د جهلم په ښار کې رامنځته شې ده .
ویل کیږي په جهلم ښار کې د یو مساپروړونکي موټر د ګازو د سلنډر د چاودنې نه وروسته موټر اور واخیست. په پیښه کې لږ تر لږه ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
ویل کیږي پدې پیښه کې یواځې ۳ تنه مساپر روغ رمټ ژغورل شوي دي. پيښه د جهلم ښار د بکړاله پل په سیمه کې په مساپر وړونکي موټر کې چې د ګجرانوالې نه د راولپڼډۍ د ښار پر لورې روان وو رامنځته شوې ده .
د پیښې د رامنځته کیدو او د ژغورنې ډلو ته د خبر ورکول کیدو نه وروسته د ژغورنې ډلې سیمې ته راورسیدې.
د ژغورنې ډلې ۸ تنه ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال کړل.
په سیمه کې د ژغورنې د ډلې یو تن مشر سیف انور خبري رسنیو ته ویلي دي چې د پیښې د قربانیانو د ډیرو څیرې په کامله توګه سوځیدلي دي چې د پيژندو نه دي.
هغه ویلي دي چې مړي هم د هویت د تثبیت په خاطر روغتون ته استول شوي دي.