پاکستان : په افغانستان کې د سولې په خاطر د هر ډول هلو ځلو نه ملاتړ کوو
عمران خان : پاکستان د افغانستان د روانې ستونزې د حل په خاطر د امریکا سره هر دول مرستې ته تیار دی
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل چې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو راوستو د بهیر سره به د خپل وس او توانه پورې مرسته وکړي.
هغه دا څرګندونې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره چې د دوه ورځني سفر په ترڅ کې نوموړي هیواد ته سفر کړی وو په لیدنه کې وکړې.
خلیلزاد پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د نوموړي هیواد د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي او د بهرنیو چارو د وزارت سکرترې تحمینه جانجوا سربیره د لومړي وزیر عمران خان سره هم لیدنه وکړه.
د ویلو ده چې زلمي خلیلزاد د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ لخوا د پاکستان لومړي وزیر عمران خان نه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځه د سولې په مذاکراتو کې د مرستې د غوښتنې په اړه د رالیږلي لیک نه یواځې یوه ورځ وروسته پاکستان ته سفر وکړ.
د پاکستان مقاماتو د لومړي وزیر عمران خان او زلمي خلیلزاد د لیدنې د جزیاتو په اړه خبري رسنیو ته ویلي دي چې ، لومړي وزیر پدې لیدنه کې وویل چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د راوستو په خاطر هر ډول مرستې ته تیار دی. پاکستان به پدې برخه کې د واشنګټن سره هر ډول مرسته وکړي.
عمران خان د امریکا ځانګړي استازي ته په ټینګار سره ویلي دي چې پاکستان پدې باور دی چې د افغانستان د موجودې ستونزې یواځنۍ حل لاره سیاسي حل لاره ده. پاکستان هم د سیاسي حل لارې نه ملاتړ کوي.
پاکستان د ټولو هغه هلو ځلو نه چې په افغانستان کې د سولې د راوستو سره مرسته کوي ملاتړ کوي. عمران خان د افغانستان د سولې په خاطر د امریکا سره په ګډه د کار کولو له امله خوښي ښودلې ده .
خلیلزاد په پاکستان کې د رسمي لیدو کاتو نه وروسته ددې هیواد نه جلا شو.