په ایران کې  خونړۍ ټرافیکي  پیښه رامنځته شوه.

د ایران د کردستان ایالت  اړوند د  سنندج  په ښار کې د تیلو ټانکر  د مساپر وړونکي بس موټر سره د جنګیدو په پایله کې قتل عام رامنځته شو.

1009955

د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  پدې پیښه کې  لږ تر لږه ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د مساپر وړونکي  بس  چلوونکي  خبري رسنیو ته ویلي  دي  چې  بس  د مساپرو د سپریدو په خاطر  په تم ځای کې  ولاړ وو چې  په ناڅاپي  توګو د تیلو ټانکر ورسره  وجنګید.

هغه ویلي  دي چې  په بس کې  ۱۷ تنو مساپرو شتون درلود چې  ۱۵ تنو يي ژوند  د لاسه ورکړی دی.

عیني  شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي  دي چې  پيښه  د سنندج ښار د بسونو عمومي تم ځای ته نږدې  د ډاکټر حسین په سیمه کې رامنځته شوې ده .

بس  د مساپرو د سپریدو په خاطر  په پارکینګ کې ولاړ وو چې  ټانکر وسره  وجنګید. وروسته ډیره  زوروره  چاودنه  رامنځته شوه.

په پیښه کې د ټانکر  چلوونکي هم  ژوند  د لاسه ورکړ. په پیښه کې  د ټپیانو په اړه څه ندي ویل شوي.

د ویلو ده چې  پدې پيښه کې  شاوخوا ته ولاړو  ګن شمیر  موټرو ته  زیان  اوښتی دی.

اړوند خبرونه