د پاکستان د پنجاب په ایالت کې د کورنیو چارو په وزیر خونړی برید وشو.
د پاکستان په مهم چارواکي خونړی برید وشو
د پاکستان د پنجاب په ایالت کې د کورنیو چارو په وزیر خونړی برید وشو.
د پاکستان نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د کورنیو چارو په وزیر احسن اقبال د پنجاب ایالت په نارووال ښار کې د کنجرور په ولسوالۍ کې غونډې ته د وینا پر مهال وسله وال برید وشو.
د سیمې پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې په کورنیو چارو وزیر احسن اقبال غونډې ته د وینا پر مهال ډزې وشوې.
پولیسو ویلي دي چې د کورنیو چارو وزیر په برید کې د ټپي کیدو نه وروسته روغتون ته انتقال کړی شو.
ویل کیږي برید کوونکی چې د شلو نه تر ۲۲ کلونو پورې عمر لري سمدلاسه د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
ویل کیږي احسن اقبال روغتیايي حالت ښه دی.
د پاکستان د پنجاب ایالت لومړي وزیر شهباز شریف په احسن اقبال وسله وال برید په کلکو ټکی غندلی دی او ویلي دي چې هغه خپل ګوند ته وینا کوله چې د یو تن لخوا پرې برید وشو.