د پاکستان د لاهور ښار د رایي ونډ په سیمه کې د پولیسو په مرکز ځانمرګی برید وشو.
په لاهور کې د پولیسو په مرکز ځانمرګی برید شوی
د پاکستان د لاهور ښار د رایي ونډ په سیمه کې د پولیسو په مرکز ځانمرګی برید وشو.
د پاکستان د پنجاب ایالت د لاهور په ښار کې د رایې ونډ په سیمه کې د پولیسو په مرکز ځانمرګی برید وشو.
د ترلاسه شوي رپوټ له مخې ځانمرګي برید کوونکي په رایي ونډ کې د تبلیغیانو د عمومي اجتماع د مرکز په مخکې د پولیسو په کمپ برید وکړ.
په پیښه کې د ۵ تنو پولیسو په ګډون ۹ تنه مړه او ۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې پدې پیښه کې د پولیسو دوه تنه مشران هم ټپيان شوي دي.
د پیښې ټپيان سمدلاسه نږدې روغتونونو ته انتقال او درملنې لاندې نیول شوي دي.
د سیمې پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې ځانمرګی برید د پولیسو د پیرې د بدلون پر مهال رامنځته شو.
د سیمې د پولیسو مشر حیدر اشرف ویلي دي چې ددې برید اصلي هدف پولیس ول ځکه چې برید د پولیسو د پیرې د بدلون پر مهال رامنځته شوی دی . هغه ویلي دي چې پولیسو د خپلو وینو په بدل کې د سترې فاجعې مخه نیولې ده . پولیسو ترهګر د اجتماع مرکز ته ننوتو ته اجازه نده ورکړې.
هغه ویلي دي چې په سیمه کې د تحقیقاتو په ترڅ کې د ځانمرګي برید کوونکي د وجود ځینې ټوټې موندل شوي دي.
هغه ویلي دي داسې ګومان کیږي چې ځانمرګی برید کوونکی له مخې نه سیمه کې ځان په ځای په ځای کړی وو او د فرصت په موندولو سره يي برید کړی دی. د هغه په وینا پدې پيښه کې د ۵ تنو پولیسو په ګډون ۹ تنه مړه او د ۱۱ تنو پولیسو په ګډون ۱۹ تنه ټپیان شوي دي.
پیښه تیره شپه په ناوخته ساعتونو کې رامنځته شوې ده .