په پنجاب کې ټرافیکي پيښې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله
د پاکستان د پنجاب ایالت د ګوجرانواله په سیمه کې ټرافیکي پیښې ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
909227
د پاکستان د پنجاب ایالت د ګوجرانواله په سیمه کې ټرافیکي پیښې ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د ګوجرانواله د وزیر آباد په سیمه کې ګړندی مساپر وړونکی بس د وین ډوله موټر سره وجنګید. د پیښې په سیمه کې ۵ تنه مړه او ۲۱ تنه نور ټپیان شول.
د ټپیانو نه هم یو تن په روغتون کې ساه ورکړه چې د مړو شمیره ۶ تنو ته لوړه شوه.
ویل کیږي د ټپیان نه هم د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی.
د پیښې ټپیان روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.