د پاکستان د پنجاب په ایالت کې خونړۍ ټرافیکي پیښې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
په ملتان کې ټرافیکي پيښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله
872610
د پاکستان د پنجاب په ایالت کې خونړۍ ټرافیکي پیښې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د پنجاب ایالت د ملتان ښار د خانه وال په سیمه کې د مساپروړونکي بس موټر د چپه کیدو له امله لږ تر لږه ۱۱ تنه مړه او تر شلو تنو ډیر سخت ټپیان شوي دي.
د سیمې نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې یاد شوی بس چې د راجن پور نه د لاهور پر لورې روان وو د ملتان ښار د خانه وال په سیمه کې د ډیر سخت غبار له امله چپه شو.
د پیښې د رامنځته کیدو نه وروسته د ژغورنې او روغتیايی ډلې سیمې ته راورسیدې.
د پیښې ټپیان د ملتان ښار د نیشتار روغتون ته انتقال شول. ویل کیږي د ټپیانو نه هم د ځینې روغتیايي حالت ښه ندی.
پدې پیښه کې ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
پولیسو او عینې شاهدانو د پيښې لامل ډیر سخت غبار ښودلی دی.