په پاکستان کې د ټرافیکي پیښې له امله ستر قتل عام رامنځته شو
د پنجاب په چکوال سیمه کې د تبلیغیانو د بس د چپه کیدو له امله ۹۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
د پاکستان د پنجاب ایالت د چکوال په ولسوالۍ کې یو ګړندی مساپر وړونکی بس د پل نه لاندې ګړنګ ته وغورځید.
د چکوال نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د پنجاب ایالت د چکوال ولسوالۍ د کلرکهار په سیمه کې یو لوی او ګړندی مساپر وړونکی بس د پل نه لاندې ګړنګ ته وغورځید چې له امله يي ۲۴ تنه مړه او تر ۶۶ تنو ډیر ټپیان شوي دي .
د چکوال پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د پيښې لامل ناڅرګند دی . د پیښې د رامنځته کیدو نه سمدلاسه وروسته پولیس او روغتیايي او د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسیدې.
پولیسو ویلي دي چې د پیښې ټپیان سمدلاسه نږدې روغتونونو ته ورسول شول. د ټپیانو نه هم د یو زیات شمیر کسانو روغتیایي حالت ښه ندی چې کیدای شي د مړو شمیره لوړه شي.
پولیسو ویلي دي چې پدې پيښه کې ۲۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۶۶ تنه ټپيان شوي دي خو کیدای شي چې د ټپیانو شمیره لوړه وي.
د ټپيانو نه د ۱۳ تنو روغتیايي حالت باریکه ښودل شوی دی.
پولیسو ویلي دي چې دا مساپروړونکی بس د کوهاټ نه د لاهور ښار رایونډ سیمې پر لورې روان وو چې پیښه رامنځته شوه.
د پيښې قربانیان په رایونډ کې د تبلیغیانو په اجتماع کې د ګډون په خاطر روان وو.
پولیسو ویلي دي چې پدې بس موټر کې د ۹۰ تنو نه ډیرو مساپرو شتون درلود.
د پولیسو په وینا د پیښې اصلي لامل ناڅرګند دی خو په اړه يي تحقیقات پیل شوي دي.
پيښه د شپې په ناوخته په نیمايي کې رامنځته شوې ده .