په کراچۍ کې زوروره چاودنه وشوه
د پاکستان د کراچۍ ښار د شارع فیصل په سیمه کې زوروره چاودنه وشوه.
د پاکستان د کراچۍ ښار د شارع فیصل په سیمه کې زوروره چاودنه وشوه.
د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون خبریال د ترکیې غږ راډیو ته د ټیلیفون په کرښه وویل چې چاودنه د سینګار د توکو په یوې فابریکه کې شوې ده .
هغه د پولیسو له قوله ویلي دي چې چاودنه ډیره زوروره وه او د ژغورنې ډلې او پولیس سیمې ته رسیدلي دي.
هغه ویلي دي چې په فابریکه کې د چاودنې نه وروسته زوروره اورلګیدنه رامنځته شوې ده .
د کراچۍ د اور وژنې د ادارې مشر ویلي دي چې پدې پیښه کې یو تن مړ او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
د بله پلوه د سیمې پولیسو مشر خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه په فابریکه کې د برښنا د شارتۍ په پایله کې د رامنځته شوي اورلګیدنې نه وروسته شوې ده . چاودنه په فابریکه کې د کیمیايي موادو له امله رامنځته شوې ده . پولیسو ویلي دي چې د پيښې په اړه يي تحقیقات پیل کړي دي.