د کراچۍ په لاره کې ګړندی مساپروړونکی بس چپه شو
د پاکستان د کراچۍ په لاره کې ټرافیکي پیښې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله
د پاکستان د حیدر آباد په سیمه کې د یو ګړندي مساپر وړونکي بس د چپه کیدو له امله شاوخوا ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ترکیې د ملي تلویزیون خبریال د اسلام آباد نه په راستولي رپوټ کې ویلي دي چې پیښه د کراچۍ په لویه لاره کې د حیدر آباد ترڅنګ د بړي بايی پاس په سیمه کې رامنځته شوې ده .
هغه ویلي دي چې ګړندی مساپر وړونکی بس موټر د بهاولپور نه د کراچۍ پر لورې روان وو چې د نامعلوم لامل له امله د بړي بايي پاس په سیمه کې د کنټرول نه بهر شو او چپه شو.
د هغه په وینا پدې پیښه کې د ۷ تنو د وژل کیدو او ۳۷ تنو نورو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی . د ټپیانو نه هم د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی.
د سیمې پولیسو هغه ته د ټیلیفون په کرښه ویلي دي چې د پيښې ټپیان د حیدر آباد روغتونونو ته انتقال شوي دي. د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښنې شتون لري.
پولیسو د پيښې په اړه د تحقیقاتو د پیلولو نه خبر ورکړی دی. د پیښې اصلي لامل ناڅرګند دی.