په پنجاب کې ټرافیکي پيښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله
د پاکستان د پنجاب په ایالت کې بس موټر د لارۍ سره وجنګید
751364
د پاکستان د پنجاب په ایالت کې د مساپروړونکي بس او لارۍ د جنګیدو له امله نږدې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د پاکستان د لاهور ښار د امنیتي سرچینو د خبر له مخې یو مساپر وړونکی بس چې د لاهور ښار نه د کراچۍ پر لورې روان وو د بوري والا د مانا موړ په سیمه کې د لارۍ سره وجنګید. په پيښه کې ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ او تر شلو ډیر ټپیان شوي دي.
د پیښې نه وروسته د ژغورنې او روغتیايي ډلې سیمې ته راورسیدې او د پیښې ټپیان يي نږدې روغتونونو ته انتقال کړل.
د بله پلوه د سیمې د روغتون ډاکټرانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د ټپیانو نه د ځنیو روغتیايي حالت ښه ندی خو د ډیرو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
د سیمې پولیسو د پیښې په اړه څیړنې پیل کړي دي.