د پاکستان د پنجاب په ایالت کې په یو زیارت کې یو پیر قتل عام کړی دی .
د پنجاب ایالت د سرګودها په سیمه کې په یو زیارت کې پیر د ۴ تنو نورو په مرسته خپل ۲۰ موریدان وژلي او ۴ تنه نور يي سخت ټپیان کړي دي.
د پاکستان د پنجاب په ایالت کې په یو زیارت کې یو پیر قتل عام کړی دی .
د پنجاب ایالت د سرګودها په سیمه کې په یو زیارت کې پیر د ۴ تنو نورو په مرسته خپل ۲۰ موریدان وژلي او ۴ تنه نور يي سخت ټپیان کړي دي.
د سرګودها د سیمې د پولیسو مشر لیاقت علي چهټه خبري رسنیو ته ویلي دي چې د نوموړې غمناکې پیښې په اړه ورته یوې میرمنې چې د زیارت نه ټپۍ په تیښته بریالۍ شوې وه خبر ورکړی دی.
هغه ویلي دي چې نوموړې میرمنې د روغتون ته دوې ته راپور ورکړ. دا میرمن د هغه ۴ تنو نه یوه وه چې د چاقو او چړو په بریدونو ټپۍ شوې وه.
هغه ویلي دي چې پيښه د سرګودها شمالي لورې ته په یو زیارت کې رامنځته شوې ده .
د پولیسو مشر ویلي دي چې د راپور د ترلاسه کولو نه يي سمدلاسه وروسته یاد شوي زیارت ته پولیس واستول . پولیسو په زیارت کې د ۱۹ تنو مړي موندلي دي.
پولیسو د زیارت پير او د هغه ۴ تنه همکاران نیولي دي. همداشان ددې پیښې ټپیان روغتون ته انتقال کړي دي.
د بله پلوه د سیمې د پولیسو یو تن بل مشر ذوالفقار حمید بیا خبري رسنیو ته ویلي دي چې د زیارت پیر عبدالوحید نومیږي او ۵۰ کاله عمر لري. هغه د نوموړو کسانو په وژنې اعتراف کړی دی. پیر د ځان نه په سپیناوي کې ویلي دي چې دې کسانو د هغه د وژنې هوډ درلود.
پولیسو ویلي دي چې د پیښې په اړه څیړنې دوام لري.
د پاکستان د پنجاب ایالت لومړي وزیر شهباز شریف پولیسو ته د نوموړې پیښې د اصلي لامل د معلومولو په خاطر ۲۴ ساعته وخت ورکړی او د پیښې د قربانیانو او ټپیانو د کورنیو سره يي ورته د مالي مرستو امر کړی دی.
شهباز شریف د نوموړې پیښې د هر قرباني د کورنۍ سره د ۵۵۰۰۰۰ پاکستاني کلدارو او د ټپیانو سره بیا د ۲۵۰۰۰۰ کلدارو د مرستې کولو امر کړی دی.
د سیمې خلکو ویلي دي چې د زیارت پير عبدالوحید د لاهور د ښار اوسیدونکی دی او دوه کاله مخکې دې زیارت راغی او خلکو ته يي په دیني زده کړو ورکولو پيل وکړ.