په پاکستان کې د دوو ریل ګاډو د ټکر له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د پاکستان د کراچۍ په ښار کې دوه ریل ګاډو ټکر وکړ
602524
د پاکستان د کراچۍ ښار د لانډهي په سیمه کې د دوو ریل ګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د کراچۍ د ریل ګاډو د ادارې یو تن چارواکي ناصر نذیري خبري رسنیو ته ویلي دي چې د کراچۍ د لانډهي او جمعه ګوټ د سیمو ترڅنګ دوو ریل ګاډو سره ټکر وکړ. هغه ویلي دي چې په پیښه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
په پیښه کې په لسګونو تنه ټپیان شوي دي چې د ډیرو روغتیايي حالت ښه ندی.
ویل کیږي یو ریل ګاډي بل ریل ګاډي د شا لخوا وهلی دی چې دواړو ریل ګاډو ته د پام وړ زیان اوښتی دی .
پداسې حال کې چې د رویټرز خبري اژانس د مړو شمیره ۱۱ تنه ښودلې خو د پاکستان خبري رسنیو بیا په پیښه کې د ۱۷ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.