د پاکستان د پنجاب ایالت د افغان کډوالو د اقامت موده تر ۲۰۱۷ کاله پورې وغځوله.
د پاکستان د پنجاب ایالت سترې محکمې په نوموړي ایالت کې د افغان کډوالو د اقامت موده د ۲۰۱۷ کاله پورې د غځولو حکم وکړ
د پاکستان د پنجاب ایالت د افغان کډوالو د اقامت موده تر ۲۰۱۷ کاله پورې وغځوله.
په ترکیه کې د کډوالو همغږۍ او همدرۍ ټولنې د خبر له مخې د پاکستان د پنجاب ایالت مقاماتو اعلان وکړ چې د سترې محکمې په یاد شوي ایالت کې د کډوالو د اقامت موده تر ۲۰۱۷ کاله پورې د غځولو حکم وکړ.
د ویلو ده چې افغان کډوالو د پاکستان د خیبرپښتنونخوا د ایالت د حکومت نه هم د یو کال لپاره ددوی د اقامت د مودې د غځولو غوښتنه کړې وه .
د پنجاب ایالت چارواکیو د نوموړې پریکړې د اعلانولو نه وروسته ویلي دي چې دا پریکړه په افغانستان کې روانو حالاتو او شرایطو په نظر کې نیولو له مخې شوې ده .
پنجاب پداسې حال کې د افغان کډوالو د اقامت موده تر ۲۰۱۷ کاله پورې د غځولو نه خبر ورکوي چې د نوموړي هیواد په یو زیات شمیر ایالتونو کې کډوالو په اجباري ډول سره خپل هیواد ته استول کیږي.
سره ددې چې افغان کډوالو په خیبرپښتونخوا ایالت کې د اقامت د مودې د غځولو غوښتنه کړې خو تر اوسه پورې ورته ځواب ندی ورکړ شوی دی .
پاکستان هله د هیواد نه په اجباري ډول د افغان کډوالو په شړولو پیل وکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځه د تورخم په سرحدي دروازه نښته وشوه.
پاکستان ددې نښتې نه وروسته د افغان کډوالو پر خلاف دریځ سخت کړ او د کډوالو ویستو ته زور ورته کړ.