د پاکستان په پنجاب کې ټرافیکي پیښې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
د پاکستان د پنجاب ایالت په ټرافیکي پيښه کې ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ
د پاکستان د پنجاب ولایت د جهنګ په ښار کې په یوې ټرافیکي پیښه کې لږ تر لږه ۱۱ تنه مړه او ۱۹ تنه نور ټپیان شول.
د پنجاب ولایت د ژغورنې د ډلې د معلوماتو له مخې پیښه د جهنګ ښار د خوشاب روډ د پاسه د ناصر آباد سیمې ته نږدې رامنځته شوې ده . ویل کیږي یو بس او لارۍ د یو د یو لورې او نه بل د بل لورې نه راروان ول مخامخ سره وجنګیدل.
د پیښې ټپیان د سیمې نږدې روغتونونو ته انتقال کړې شول.
د ټپیانو نه د پنځو تنو روغتیايي حالت باریکه دی.
ویل کیږي نوموړی بس موټر د کراچۍ ښار نه د خوشاب ته روان وو چې د لارۍ سره وجنګید.
د ویلو ده چې په پاکستان کې وخت نا وخته دیته ورته ټرافیکي پیښې رامنځته کیږي. تیره میاشت هم د پاکستان د پنجاب ایالت د فیصل آباد په سیمه کې د بس او لارۍ د جنګیدو په پایله کې د دوو تنو ماشومانو په ګډون ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.