هغو خوږو چې لږ تر لږه ۲۳ تنه ووژل

په پاكستان كې لږ تر لږه ۲۳ تنه  د مټايانو په نامه د يو ډول خوږو د خوړولو په پايله كې د مسموميت له امله مړه شوي دي.

478395
هغو خوږو چې لږ تر لږه ۲۳ تنه ووژل

 

په پاكستان كې لږ تر لږه ۲۳ تنه  د مټايانو په نامه د يو ډول خوږو د خوړولو په پايله كې د مسموميت له امله مړه شوي دي.

دا پېښه ددې هېواد د پنجاب د ايالت د كروړ لال په سيمه كې رامنځته شوې ده. د پاكستاني خبري رسنيو د معلوماتو په اساس د عمر حيات په نامه د يوې كورنۍ مشر د لمسي د زېږېدو د لمانځنې په موخه د خوږو له يو دوكانه مټايان واخيستل.  د عمر حيات په كورنۍ كې د مټايانو د خوړولو په پايله كې ۹ تنه چې ۷ يې ورونه او ۲ يې زامن ول، مړه شوي دي.

د پاكستان د امنيتي ځواكونو د څرګندونو په اساس تر اوسه پورې ۲۳ تنه چې له همدې دوكانه يې مټايان خوړلي دي، د مسمويت په پايله كې وژل شوي دي. ۵۲ تنه نور هم په بېلابېلو روغتونونو كې تر درملنې لاندې دي.  

تر اوسه پورې د پښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي شوي خو د سيمې د اوسېدونكو په وينا د مټايانو د دوكان ترڅنګ د حشراتو د زهرو او درملو يو دوكان هم شته دى چې په نوموړي دوكان كې د رنګمالۍ او ترميم له امله د حشرات زهر او درمل د مټايانو ګاونډي دوكان ته په موقتي ډول لېږدول شوي ول. داسې اټكل كيږي چې د مټايانو د دوكان يو تن كار كوونكي سهواً د حشراتو د زهرو يو پاكټ د مټايانو په اوړو كې اچولى وي.

پوليسو د دوكان دوه تنه كار كوونكي نيولي دي.



اړوند خبرونه