د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې ده .
په کابل کې چاودنه شوې
1761187
د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې ده .
سیمه ایزو رسنیو ویلي دي چې نن چار شنبه د جنوري ۱۲ مه نیټه د غرمې نه مخکې د کابل د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې چاودنه شوې .
عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه د کابل د بنايي په سیمه کې رامنځته شوې ده .
د چاودنې د څرنګوالي او مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه پورې معلومات په لاس کې نشته.
د بله پلوه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا ویلي دي چې چاودنه د طالبانو په موټر شوې ده چې په نتیجه کې دوه تنه طالبان ټپیان شوي دي.
د چاودنې مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی . د برید په اړه تحقیقات پيل شوي دي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی