په هلمند کې په یو نفوذي‌ برید کې ۸ تنه سرتیري‌ وژل شوي‌ دي

د افغانستان د هلمند په ولایت کې د یو نفوذي‌ برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۸ تنه پولیس وژل شوي‌ دي.

1656931
په هلمند کې په یو نفوذي‌ برید کې ۸ تنه سرتیري‌ وژل شوي‌ دي

 

د هلمند ولایت د ولایتي‌ شورا رئیس عطاءالله افغان ویلي‌ دي‌ چې تیره شپه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار د بست قلعه په سیمه کې په د یوې امنیتي‌ پوستې ۸ تنه پولیس وژل شوي‌ دي.

هغه ویلي دي‌ چې دا پیښه د یو نفوذي برید په نتیجه کې رامنځته شوی دی. هغه ویلي‌ دي‌ چې نن یکشبنه د سهار په وختي‌ ساعتونو کې یو تن نفوذي‌ سرتیرو په خپلو ملګرو برید کې او اته تنه يي په ډزو وژلي‌ دي.

همداشان د هلمند ولایت د پولیسو ویاند محمد زمان هم د پیښې پخلی کړی دی خو د جزیاتو په اړه يي څه ندي ویلي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې د بست قلعه په سیمه کې د پولیسو او طالبانو ترمنځه نښته شوې ده چې دواړو خواوو ته پکې ځاني‌ زیانونه اوښتي‌ دي.


پيوندونه: #برید , #هلمند

اړوند خبرونه