د کابل په شمال کې په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال خونړۍ چاودنه شوې ده

د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې چې د جومات خطیب هم پکې ژوند د لاسه ورکړی

1639422
د کابل په شمال کې په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال خونړۍ چاودنه شوې ده

د افغانستان د پلازمینې کابل په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال درنده چاودنه شوې ده .

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د پلازمینې کابل  شمال لوري‌  ته  د شکر درې په ولسوالۍ کې  په حاجي‌ بخشي په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال د جومات په محراب کې ځای په ځای شوي‌ چاودیدونکي‌ توکي‌ وچاودیدل چې په نتیجه کې درنده مرګ ژوبله رامنځته کړه.

د شکر درې ولسوالۍ پولیسو خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې پدې چاودنه کې د یاد شوي‌ جومات د خطیب او امام مفتي‌ نعمان په ګډون ۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې هیچا په غاړه ندی اخیستی. دا برید پداسې حال کې رامنځته کیږي‌ چې طالبانو د اختر د ورځو په مناسبت ۳ ورځې اوربند اعلان کړی دی.

د ویلو ده چې پرون هم د اختر په لومړۍ ورځ د افغانستان د کندهار او کندوز په ولایتونو کې  چاودنو ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله رامنځته کړې وه.



اړوند خبرونه