د کابل په شمال کې د روغتیايي کارکوونکو پر موټر چاودنه شوې

د کابل د کلکان په ولسوالۍ کې د روغتیايي کارکوونکو د لیږد پر موټر چاودنه شوې

1634316
د کابل په شمال کې د روغتیايي کارکوونکو پر موټر چاودنه شوې

د افغانستان  د پلازمینې کابل شمال لوري‌ ته د کابل پروان په لویه لاره کې د پنجشنیر ولایت د عامې روغتیا د ریاست د کارکوونکو پر موټر چاودنه شوې ده .

د  کابل د امنیتي‌ مقاماتو په وینا دا پيښه د کابل د کلکان په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده .

په چاودنه کې د یو تن د وژل کیدو او ۳ تنو نورو د ټپي‌ کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

پولیسو ویلي‌ دي‌ چې ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي‌ دي.

د کلکان ولسوالۍ ولسوال عبدالغفور پوپلزي‌ خبري رسنیو ته ویلي‌ دي چې پدې پيښه کې یو تن روغتیايي پرسونل مړ او ۳ تنه نور ټپیان شوي‌ دي‌ خو عیني شاهدانو بیا د ټپیانو شمیره ۱۰ تنه ښودلې ده .

عینې شاهدانو ویلي‌ دي‌ چې دا چاودنه د سړک غاړې ماین د چاودنې په نتیجه کې رامنځته شوې ده .

د طالبانو پدې برید کې لاس لرل رد کړي‌ دي. د طالبانو ویاند د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي‌ پيغام کې ویلي‌ دي‌ چې دا برید ددوې لخوا ندی شوی ځکه چې روغتیايي پرسونل مصئون دي‌ او دوې پر روغتیايي پرسونل برید نکوي.

په کابل کې د امریکا سفارت دا برید په کلکه توګه غندلی دی.



اړوند خبرونه