په لوګر او ننګرهار کې جلا جلا چادونې شوي دي
په لوګر او ننګرهار کې پر امنیتي ځواکونو چاودنې شوي دي
د افغانستان په لوګر او ننګرهار ولایتونو کې په چاودنو کې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نن د غرمې نه مخکې د لوګر ولایت په مرکز پل عالم کې د ملي پوځ پر ځواکونو چاودنه وشوه چې په نتیجه کې ۳ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د لوګر ولایت د پولیسو ویاند ګل حیدر ویلي دي چې نن خالي ورځ د ثور د میاشتې څلورمه د غرمې نه مخکې د ۱۱ بجو په شاوخوا کې د لوګر ولایت مرکز پل عالم اړوند د کنجک په سیمه کې د ملي پوځ پر ځواکونو چاودنه وشوه چې په نتیجه کې ۳ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی او یو تن بل ټپي شوی دی.
همداشان نن د غرمې په ساعتونو کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې هم پر پولیسو خونړۍ چاودنه شوې ده .
د ننګرهار ولایت د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې دا چاودنه د جلال آباد ښار د اتمې ناحیې په سیمه کې د پولیسو په یو رینجر شوې ده . پدې پيښه کې هم د ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی