په کابل او ننګرهار کې پر پولیسو خونړي بریدونه شوي

په کابل او ننګرهار کې په جلا جلا بریدونو کې لسو تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

1615572
په کابل او ننګرهار کې پر پولیسو خونړي بریدونه شوي

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې پر پولیسو خونړی برید شوی دی.

طالبانو تیره شپه د ننګرهار ولایت د سره رود په ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستې برید کړی چې په نتیجه کې ۴ تنه پولیس مړه او ۴ تنه  نور ټپیان شوي‌ دي.

د یادې شوې ولسوالۍ سیمه ایزو امنیتي‌ مقاماتو ویلي‌ دي‌ چې دا برید تیره شپه د سره رود ولسوالۍ د شمشه پور په کلي‌ کې د غازي بابا د پولیسو پر پوستې شوی دی.

سرچینې ویلي‌ دي چې په برید کې ۴ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی او ۴ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د بله پلوه نن د سهار په ساعتونو کې  د پلازمینې کابل د پغمان په ولسوالۍ کې هم پر پولیسو وسله وال برید شوی چې په نتیجه کې یو تن مړ او یو تن بل ټپي شوی دی.

د کابل پولیسو ویلي دي‌ چې نامعلومو وسله والو د پغمان ولسوالۍ د چوک ارغندي‌ په سیمه کې پر پولیسو برید وکړ چې په نتیجه کې یو تن پولیس ژوند د لاسه ورکړ او بل تن ټپي شوی .



اړوند خبرونه