په پغمان کې پر امنيتي ځواکونو د موټر بم بريد شوی دی

په کابل کې پر امنيتي ځواکونو بريد شوی

1614495
په پغمان کې پر امنيتي ځواکونو د موټر بم بريد شوی دی

د افغانستان په پلازمينه کابل کې چاودنه شوې ده. 

د کابل د امنيتي سرچينو په وينا چاودنه د پلازمينې کابل د پغمان په ولسوالۍ کې شوې ده. 

د لومړنيو معلوماتو له مخې په چاودنه کې ۳ تنه امنيتي سرتيرو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

عيني شاهدانو خبري رسنيو ته ويلي دي چې دا چاودنه د موټر بم سره شوې ده. 

چاودنه پر امنيتي ځواکونو شوې ده. 

د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز خبري رسنيو ته ويلي دي چې د پغمان ولسوالۍ پنجه چنار په سيمه کې د امنيتي ځواکونو په يو مرکز د موټر بم بريد شوی دی.

هغه ويلي دي چې پدې بريد کې ۳ تنه سرتيرو ژوند دلاسه ورکړی او ۱۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

د بريد مسئوليت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخيستی.



اړوند خبرونه