مرکل : کیدای شي چې د جرمني ځواکونه په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي
مرکل : د جرمني ځواکونو د تیرو ۱۸ کلونو راهیسې په افغانستان کې دنده ترسره کوي
د جرمني ځواکونو کیدای شي چې په افغانستان کې د لا اوږدې مودې لپاره پاتې شي. دا خبره د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل وکړه.
د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې د ویدیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ.
هغې د مونیخ امنیتي کنفرانس ته د خپلې وینا په یوه برخه کې په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو مسئلې ته اشاره وکړه. هغې وویل چې د جرمني پوځ څه باندې ۱۸ کاله کیږي چې په افغانستان کې ماموریت او دندې ته دوام ورکوي.
هغې ددې خبرې په ټینګار وویل چې ددې ماموریت د بریالي کیدو په خاطر د جرمني ځواکونه د اړتیا په صورت کې کیدای شي چې د لا اوږدو کلونو لپاره په افغانستان کې پاتې شي.
د ویلو ده چې د ناټو سازمان د دفاع وزیرانو د تیرې چارشنبې او پنجشنبې پر ورځو په جلا جلا غونډو کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د برخلیک په اړه بحث او تبادل د نظر وکړ.
د ناټو دفاع وزیران پدې غونډه کې د افغانستان د ناټو ځواکونو د وتو او یا پاتې کیدو په اړه په نتیجه ونه رسیدل.
د ناټو مشر ینس ستولتنبرګ د ناټو سازمان د دفاع وزیرانو د غونډې نه وروسته خبريالانو ته وویل چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د پاتې کیدو او یا ویستو په اړه نهايي نتیجې ته ندي رسیدلي.
هغه وویل چې دم ګړۍ زمونږ په چارو کې او تمرکز د افغانستان د سولې بهیر دی. د افغانستان د سولې د بهیر نه ملاتړ کول دي.
هغه وویل چې د افغانستان نه د ناټو ځواکونو وتل او یا پاتې کیدل ددې هیواد د وضعیت پورې تړلي دي. د مناسب وخت د رارسیدو سره به ناټو له افغانستان نه خپل ځواکونه وباسي.
د ویلو ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځه په دوحه کې د لاسلیک شوي تړون له مخې ټول بهرني ځواکونه باید د مې په لومړۍ نیټه له افغانستان نه ووځي. خو ناټو سازمان وايي چې طالبانو په خپلو تعهداتو عمل ندی کړی. په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه ندی راټیټه شوې او تر ټولو مهمه خبره طالبانو د القاعدې په څیر د ترهګریزو سازمانونو سره خپلې اړیکې پرې کړي ندي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی