د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبر تورک ورځپاڼې "د چیلي لخوا ۱۹۱۵ کلونو د پيښو د پریکړې په اړه د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت ډیر سخت غبرګون" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د چیلي پارلمان لخوا د ۱۹۱۵ کلونو د ارامنه پیښې د "نسل وژنې" په توګه د منلو په اړه ډیر تند غبرګون وښود. د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې هیڅ پارلمان د تاریخ د تفسیر کولو او د تاریخي پیښو په اړه د حکم کولو واک نه لري."
د سټار ورځپاڼې " تورکیې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې وروستۍ خبره وکړه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په ملګرو ملتونو کې د تورکیې دایمي استازي سفیر احمد یلدز ویلي دي چې PKK/YPG ترهګرې ډلې د سوریې په راتلونکې کې ځای نه لري.
حریت ورځپاڼې "د کال له پیل راهیسې ۸۰۲ ترهګر له منځه وړل شوي دي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، د عراق او سوریې د شمال په ګډون په تیره یوه اوونۍ کې په عملیاتو کې ۵۴ ترهګر له منځه وړل شوي او د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه ۸۰۲ ترهګر له منځه وړل شوي، ۳۶۰ د عراق په شمال کې او ۴۴۲ د سوریې په شمال کې دي.
صباح ورځپاڼې "یلماز: د تورکیې اقتصاد له ۱۴ ربعو راهیسې په دوامداره توګه وده کوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ولسمشر مرستیال جودت یلماز وویل چې د تورکیې اقتصاد د نړۍ او سیمه ایزو ننګونو سره سره په د تیرو ۱۴ ربعو راهیسې په دوامداره توګه وده کړې. یلماز ټینګار وکړ چې تورکیه په ۲۰۲۳ کال کې د اقتصادي ودې له پلوه د اروپايي ټولنې او د OECD هیوادونو په منځ کې دویم ځای لري.
ینې شفق ورځپاڼې "تورکیه به د واکسین تولید په مرکز بدل شي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تورکیه کې د واکسین د تولید مرکز کار په چټکۍ سره دوام لري او وویل: "د تورکیې د حفظ الصحې واکسین او د بایو ټیکنالوژیکي محصولاتو د څیړنې او تولید مرکز په ۵۰ زره متره مربع مساحت به ډېر ژر بشپړ شي . ددې مرکز د لومړي پړاو چارې بشپړې شوي دي.