د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2140377
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق " اردوغان: حماس په غزه کې د اناتولیا د لومړۍ کرښې دفاع کوي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د عدالت او پراختیا ګوند اونیزې غونډې ته په وینا کې د حماس په اړه مهمې څرګندونې وکړې. ولسمشر اردوغان وویل " فکر مه کوئ چې اسرائیل به په غزه اکتفاء وکړي ، که چیرې دا عاصي او ترهګر دولت مخه ونه نیول شي ، دوی به ژر یا وروسته د عرض موعود په بهانه اناتولیا ته هم سترګې خښې کړي دي.  اردوغان وویل چې دوی به د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس څخه قوي ملاتړ ته  چې هم د خپلې خاورې د خپلواکۍ او  هم د اناتولیا د دفاع لپاره مبارزه کوي دوام ورکړي.

 

صباح ورځپاڼې " وزیر فیدان له بلینکن سره ټیلیفوني خبرې وکړې " د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره ټیلیفوني خبرې وکړې. د ډیپلوماتیکو سرچینو د معلوماتو له مخې، فیدان له بلینکن سره په دې خبرو کې ویلي چې پر رفح باندې د اسرائیلو برید د منلو وړ نه دی.

 

حریت ورځپاڼې " د مالیې  وزیر شیمشک: موږ له اروپايي ټولنې سره اړیکې بیا ژوندي کوو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د خزانې او مالیې وزیر محمد شیمشک پرون په خپله وینا کې وویل "موږ له اروپايي ټولنې سره خپلې اړیکې بیا رغوو، په همدې موخه مو پرون په بروکسل کې مهمې تماسونه ترسره کړل."

 

د سټار ورځپاڼې " د فچ څخه د تورکيې په اړه مهم پیغام " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د کریډیټ درجه بندي ادارې فیچ اعلان وکړ چې د تورکیې د پور پانګو بازارونه د پانګوالو د ښه باور سره بیا ژوندي شوي.

 

د خبر تورک ورځپاڼې " د ریزې - ارټوین هوایی ډګر په ۲ کلونو کې کې نږدې ۲ میلیون مسافرو کوربه توب کړی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ټرانسپورټ او زیربناوو وزیر عبدالقادر یورال اوغلو پرون په خپل بیان کې وویل چې په تیرو دوو کلونو کې د  ریزې - ارټوین هوایی ډګر چې د ۲۰۲۲ کال د می په ۱۴  نیټه پرانیستل شوی د  ۱ میلیون ۹۲۷ زره ۶۸۰ تنو  مسافرینو کوربه توب کړی دی.



اړوند خبرونه