د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2138791
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

حریت ورځپاڼې " اردوغان له یوناني رسنیو سره په خبرو کې وویل: موږ د تلپاتې سولې لپاره کار کوو "د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یونان د کاتیمیریني ورځپاڼې سره په خبرو کې د یونان او تورکیې ترمنځ د اړیکو په اړه مهم پیغامونه ورکړل. اردوغان د حل لارې پر لور د ګامونو پر اهمیت د ټینګار په ترڅ کې وویل، دا زموږ په لاس کې ده چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې چې د دوو دیوالونو تر منځ بندې پاتې دي د هغو دیوارونو او خنډونو  د ړنګولو د تلپاتې سولې لپاره کار وکړو. مونږ د تل پاتې سولې لپاره کار  کوو.

 

د سټار ورځپاڼې " شهزاده لارینټ: تورکیه یو داسې هیواد دی چې موږ ته ښودلی شي چې موږ څنګه خپل ځان ته وده ورکړو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د بلجیم شهزاده لورینټ وویل چې ولسمشر اردوغان د دفاعي صنعت په برخه کې تورکیه د نړۍ په غوره هیوادونو کې راوستې ده. د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم د تورکیې له خوا د وړاندې شویو ګامونو په اړه د ممونیت اظهار وکړ. تورکیه ډیر ظرفیت لري. تورکیه هم یو هیواد دی چې کولی شي موږ ته وښيي چې موږ څنګه خپل ځان ته وده ورکړو. هغه وویل "زه فکر کوم چې اروپا د نورو هیوادونو څخه د زده کړې لپاره یو څه لري."

 

صباح ورځپاڼې " تورکي د کال په لومړۍ ربع کې د ۱۱ نیم میلیونو ډالرو په ارزښت شات صادر کړي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تورکیې د جنورۍ او اپریل په موده کې د  ۱۱ میلیونه ۴۷۷ زره ۲۴۵ ډالرو د شاتو صادرات کړي دي.  تر ټولو زیات صادرات امریکا، جرمني او اسپانیا ته شوي دي.

 

وطن ورځپاڼې " سږکال به  انتالیا د خپلو ۸۱۲ هوټلونو  سره چې ۴۱۸ يي پنځه ستوري هوټلونه دي ، د خپلو میلمنو کوربه توب وکړي " د سرلیک لاندې لیکلي دي، سږکال به  انتالیا د خپلو ۸۱۲ هوټلونو  سره چې ۴۱۸ يي پنځه ستوري هوټلونه دي ، د خپلو میلمنو کوربه توب وکړي. انتالیا، چې تیر کال د ۱۶میلیون څخه زیاتو بهرنیو سیلانیانو کوربه توب کړی وو ، په پام کې ده چې  سږ کال یې یو نوی ریکارډ مات کړي. د انتالیا ولایت  د لوړ کیفیت او عالي خدماتوم وړاندې کوونکو عصري هوټلونو سره د نړۍ د ګرځندویانو پآم ځانته رااړولی دی. په ښار کې ۸۱۲هوټلونه شتون لري، چې ۴۱۸ یې ۵ ستوري دي او ۲۱۸یې ۴ ستوري دي، او ۴۶ رخصتي کلي د ۵او ۵ ستوري مفکورې سره خدمات وړاندې کوي.

 

د خبر تورک ورځپاڼې " میتې ګزوز د اروپا  اتل شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ملي غشې ویشتونکی میتې ګزوز د آلمان په ایسن ښار کې د دغه اتلولۍ په پای لوبه کې خپل سلووینیايي سیال ډین هابجان مالاواسیک ته په ۶ د صفر پر وړاندې ماتې په ورکولو سره د اروپا اتل شو. دغه ملي لوبغاړي چې د ۲۰۲۰ کال د المپیک او په ۲۰۲۳ کال کې یې د نړیوال جام اتلولي ګټلې وه، په خپل مسلک کې د لومړي ځل لپاره د اروپا اتلولي هم وګټله.



اړوند خبرونه