د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2131418
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبر تورک ورځپاڼې " اردوغان: PKK عراق ته هم ګواښ دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د  PKK/PYD/YPG ترهګرې ډلې د عراق ثبات، پرمختګ او سولې ته  جدي ګواښ دی. اردوغان څرګنده كړه چې د دغه ګواښ له منځه وړل د عراق په ګټه هم دي.

 

حریت ورځپاڼې  "د اپریل ۲۳ د ملي حاکمیت او د ماشومانو د ورځې په اړه د اردوغان پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان  د اپریل د ۲۳ مې د ملي حاکمیت او د ماشومانو د ورځې په مناسبت  د مبارکۍ پیغام خپور کړ. اردوغان وویل، هیله من یم چې زموږ د ماشومانو هره ورځ چې زموږ د راتلونکي تضمین کوونکي دي، د اختر له خوښیو ډکه وي.

 

وطن ورځپاڼې "د اپرېل ۲۳مه په ټول هیواد کې په جوش او جذبې سره  ولمانځل شوه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د اپریل ۲۳ د ملي حاکمیت او د ماشومانو ورځ او د ترکیې د ملي شورا د پرانیستلو ۱۰۴مه کلیزه په ټول هیواد کې په جوش او جذبې سره ولمانځل شوه. ماشومانو د اپریل د ۲۳ له  پروګرامونو څخه ښه خوند واخیست  . په ټول هیواد کې په ترسره شویو پروګرامونو کې، چارواکو خپلې څوکۍ د یوې ورځې لپاره  ماشومانو ته وسپارلې، ښارونه په بیرغونو سینګار شوي وو.

 

ینی شفق ورځپاڼې  "محمد شمشیک: په تورکیې باور پیاوړی دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د خزانې او مالیې وزیر محمد شیمشک په امریکا کې د پانګوالو برنامو کې برخه واخیسته. وزیر شمشیک وویل، "په دې ټولو غونډو کې موږ یو ځل بیا ولیدل چې د تورکیې پر اقتصادي پروګرام باور پیاوړی دی."

 

سټار ورځپاڼې  "په اروپا کې د هوایی چلند تسلط د تورکیې پورې اړه لري" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د هوايي چلند په زیربناوو کې د پانګونې په پایله کې، د استانبول هوايي ډګر په اروپا کې تر ټولو زیات پروازونه وړاندې کوي. په ۲۰۲۳ کال کې د استانبول په هوايي ډګر کې د ورځني الوتنو اوسط شمیر د تیر کال په پرتله ۱۹ سلنه ډېر شوی او ۱۳۷۵ ته رسیدلي دي.



اړوند خبرونه