اذربایجان قره باغ د اشغال نه د ژغورولو نه راپدیخوا په چاودنو کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
اذربایجان د قره باغ سیمه د اشغال نه د ژغورولو نه راپدیخوا په رامنځته شوو چاودنو کې د ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړه
د اذربایجان د قره باغ په سیمه کې د ۲۰۲۰ کال د نوامبر په لسمه نیټه د جګړې د پایته رسیدو نه راپدیخوا د ماینونو په چاودنو کې د اذربایجان ۱۴ تنو وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د اذربایجان لوی څارنوالۍ د ۲۰۲۰ کال د نوامبر په لسمه نیټه د ارمنستان سره د لاسلیک کړي اوربند د تړون نه راپدیخوا د ارمنستان د اشغال نه په ژغورل شوو سیمو کې د ماینونو په چاودنو کې اذربایجان لوري ته د اوښتو ځاني تلفاتو په اړه معلومات ورکړل.
لوی ځارنوالۍ د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ۲۰۲۰ کال د نوامبر په لسمه نیټه د ارمنستان سره د لاسلیک شوي اوربند نه راپدیخوا د ارمنستان د اشغال نه په ژغورل شوو سیمو کې د ماینونو په چاودنو کې د ۵ تنو سرتیرو او ۹ تنو ملکي وګړو په ګډون ۱۴ تنو د اذربایجان وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی. پدې موده کې د ۵۲ تنو سرتیرو او ۸ تنو ملکي وګړو په ګډون ۶۰ تنه ټپیان شوي دي.
همداشان پدې بیان کې د اذربایجان پر خلکو غږ شوی دی چې د ارمنستان تر اشغال لاندې په ژغورل شوو کې د ماین پاکۍ د چارو د سرته رسیدو نه مخکې په ځانګړې توګه کرنیزو مځکو او کورونو ته داخل نشي.
اړوند خبرونه
اذربایجان د قره باغ په جګړه کې د پوځ د ځاني تلفاتو وروستۍ شمیره اعلان کړه.
اذربایجان د قره باغ په عملیاتو کې د خپل پوځ د ځاني زیانونو شمیره اعلان کړه