اذربایجان د قره باغ په جګړه کې د پوځ د ځاني تلفاتو وروستۍ شمیره اعلان کړه.

اذربایجان د قره باغ په عملیاتو کې د خپل پوځ د ځاني زیانونو شمیره اعلان کړه

1566242
اذربایجان د قره باغ په جګړه کې د پوځ د ځاني تلفاتو وروستۍ شمیره اعلان کړه.

 

د اذربایجان د دفاع وزارت ویلي دي چې د قره باغ په جګړه کې د ځاني تلفاتو شمیره ۲۸۵۵ تنو ته لوړه شوې ده .

د اذربایجان د دفاع وزارت د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په ۲۷ مه نیټه پيل او د نوامبر په لسمه نیټه د ارمنستان لخوا د ماتې په منلو او اوربند ته د غاړې ایښودو د تړون د لاسلیکولو پورې د قره باغ په عملیاتو کې د خپلو پوځیانو د ځاني تلفاتو تازه شمیره اعلان کړه .

د اذربایجان پوځ ویلي وو چې پدې عملیاتو کې بعضې سرتیري لادرکه دي. پدې چوکاټ کې د بعضو سرتیرو مړي موندل شوي او د بعضو سرتیرو چې هویت معلوم شوی نوو د معلومیدو سره دا شمیره لوړه شوه.

ویل کیږي ۵۰ تنه سرتیري اوس هم لا درکه دي. د اذربایجان پوځ پدې عملیاتو کې د شهید شوو او خاورو ته د سپارل شوو ټولو سرتیرو لست يي جوړ او هیوادوالو سره شریک کړی دی.

د یادولو وړ ده چې د اذربایجان پوځ د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په ۲۷ مه نيټه د ارمنستان د پوځ د خونړیو بریدونو په ځواب کې او د قره باغ سیمه د ارمنستان د اشغال نه د ژغورولو په خاطر ستر عملیات پيل کړل . ددې عملیاتو په ترڅ کې چې ۴۴ ورځې دوام وکړ اذربایجان ځواکونو پنځه لوی ښارونه، ۴ کوچني ښارونه او ۲۸۹ کلي د ارمنستان د اشغال نه وژغورل . همداشان اذربایجان د اوربند د منلو په بدل کې د ارمنستان نه د لاچین، اغدام او کلبیجر د ښارونو نه د وتو شرط کیښود چې د ارمنستان لخوا ومنل شو. ارمني ځواکونه ددې دریو ښارونه هم ووتل.



اړوند خبرونه